طالبانو جوړېدونکو حکومت سهامي شرکت وباله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61404
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-23

وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان نوى حکومت سهامي شرکت او د جعلي ټاکنو له لارې رامنځته شوى حکومت بللى دى. د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله د يو ملي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه او يو تړون يې لاسليک کړ چې له مخې یې ډاکتر اشرف غني احمدزى ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله اجرائيه رييس دى. وسله والو طالبانو د وږي په ٣١مه رسنیو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې چې تېرې ټاکنې يوه جعلي ډرامه ګڼلې چې په ترڅ کې يې نوى حکومت جوړ شوى دى. دوى زياته کړې چې دا پروسه د بهرنيانو له خوا پر مخ وړل کېده او بهرنيانو يې مشري هم کوله او د هغوى له خوا نوى حکومت رامنځته شوى دى. طالبانو په خبرپاڼه کې ويلي چې امريکا او نور متحدين يې نه شي کولى په دې ډول جعلي پروسو سره افغانان تېر باسي. دوى زياته کړې: « د اشرف غني معرفي کول او په اصطلاح د نوي فرمايشي ادارې جوړول افغانانو ته په هېڅ ډول هم د منلو نه دي.» هغوى زياته کړې چې دا خاوره د افغانانو ده، دلته ټولې پرېکړې بايد افغانان وکړي نه بهرنيان. طالبانو نوى اعلان شوى حکومت رد کړى او زياته کړې يې ده چې پر وړاندې به يې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.