عبدالله: د لوړې تر مراسمو وروسته به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61410
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-23

عبدالله وايي د ملي وحدت حکومت به د ولسمشر د لوړې تر مراسمو یوه اوونۍ وروسته له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. عبدالله د پایلو له اعلانېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې سي این این تلویزیون ته د دوشنبې په ورځ وویل چې په یوه اوونۍ کې به ولسمشر اشرف غني احمدزی لوړه وکړي او ورپسې به په یوه اوونۍ کې له امریکا او ناټو سره امنیتي موافقې لاسلیک شي. عبدالله ویلي چې دی او اشرف غني احمدزی د امنیتي موافقې له لاسلیکولو سره کومه ستونزه نه لري. ده وویل چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي حکومت ته خوشبینه دی او باور لري چې له دې پرته چې واک ووېشل شي، بله لار نه وه.