په امریکا کې د افغانستان د ملي اردو درې بې درکه شوي پوځیان نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61411
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-23

په امریکا کې د افغانستان د ملي اردو درې بې درکه شوي پوځیان د دوشنبې په ورځ د امریکا او کاناډا په پوله کې ونیول شول. دوی له یو شمېر نورو افغان ځواکونو سره د روزنې لپاره امریکا ته لېږل شوي وو خو د ماساچوسیت ایالت امنیتي ځواکونو په داسي حال کې ونیول چې غوښتل یې کاناډا ته واوړي. د ګڼو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د ماساچوسیټ پولیسو وویل چې له درې واړو څخه د فدرالي چارواکو له لوري پوښتنې – ګروېږنې روانې دي. د پولیسو یوه چارواکي دیوید پروکوپیو وویل چې دا دری افغان پوځیان له ګرینبوبرج څخه د اوښتو پر مهال ونیول شول. دا پُل امریکا له نیاګارا ابشار سره نښلوي چې د نړۍ تر ټولو ستر ابشار دی.