د چین د مالې وزیر: د هېواد اقتصاد مو په مناسب حالت کې دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61414
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-23

د چین د ماليې وزیر وايي د هېواد اقتصاد یې د ثابت پرمختګ په حال کې دی. «لو جي وې» د شلو سترو صنعتي هېوادونو د ماليې وزیرانو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د چین د اقتصاد عمومي تګلاره به په ټولیز ډول خپلې عمومي موخې ترلاسه کړي. د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې ده چې د چین د اقتصادي وضعیت په اړه یې معلومات وړاندې کول د خپل هېواد اوسنی اقتصادي بهیر مناسب وباله او یادونه یې وکړه چې تر اګېسټ پورې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو بهیر په ښه حالت کې و. جې په عین حال کې وویل چې د اقتصادي ودې ټاکلي هدف ته د رسېدو په برخه کې یې پر هېواد لا هم فشار شته. هغه زياته کړه چې د چين حکومت د اقتصادي ودې د ګړندیتوب لپاره يو لړ تدابیر نيولي دي. د دغو تدابیرو په لړ کې د دولتي تصديو، د کورونو د ادارې او کليوالو ځمکو په برخو کې د اصلاحاتو په موخه ګامونه د چټکوالي په حال کې دي چې دا به د اقتصادي ودې لپاره خوځنده ځواک برابر کړي.