زه څه ووايــــــــم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61419
سیداحمدخان پیمان‎
دخبریدو نیټه : 2014-09-23

 

 څه مي چه کړي و پري پوهه نه شوم دڅه لپاره
 په لاس څه نه لرم نو چاته به زه څه ووايــــــــم

 که ازادي ورته نوم اخلم دروغجــــــــن به شمه
 که ننگيالي مي ځان گڼمه نو زه څه ووايـــــــــم

 نن هم هغه يــــم چه پرون ومـــــــــــــه زه
 دخوب ليده چه ورته نه وايم نوڅه ووايـــــم

 ټول گړنگونه دمنزل دهغه ســـــــــــــتړي کاروان
 لويشت مخ ته نه ځي خلک خاندي زه به څه ووايم

 ما به ويل چه قتل عام شومه شهــــــيد شهـــــــــــيد شوم
 دوي هم اوس واي چه مظلوم يمه شهيد يمه زه څه ووايم

 دخپل خړ کور دتوري دړي کلي ماورکه کړه
 غل مي په کور راته گرځيږي نو زه څه ووايم

 د تور څادر توري شړي مانه پوښتنه کوي
 ددي جواز مي خوب کي ورکړنو زه څه ووايم

 هغوي هم دا کړه دوي همدا کوي نو فرق ي څه دي
 څوک دي خواږه څوک دي تراخه نو زه به څه ووايم

 نو ښه به داوي چه داټول دخوب ليده وگڼم
 نه مي څه کړي نه څه کړم او نه به څه ووايم

 حق هميش تريخ وي که ي ووايمـــــــــــــه
 پيـــــمانه خير دي که ترخو ته زه خواږه ووایم