غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61493
حوره سپېڅلې
دخبریدو نیټه : 2014-09-28


 

مابه چې هرڅه تا ته ویل، خو تابه نه منله
 په چیغو چیغو مې ژړل، خو تابه نه منله


 مابه په سرو سترگو درمنډه کړه، چې تا ووینم
 په لوند گریوان به مې خندل، خو تابه نه منله

زما غرور ستا مغرورۍ ته کله سر ټیټاوه
 بیا به مې هم درته کتل، خو تابه نه منله

مابه ویل چې بې گناه یم، سزا مه راکوه
 سل قسمونه مې خوړل،خو تابه نه منله

حورې خو خدای دي پیدا کړي دجنت لپاره
 دغه هر څه به ما منل، خو تابه نه منله


1393/7/3