حامد کرزي وایي افغانستان به ژر خپل هدف ته ورسیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61499
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-29

حامد کرزی وايي افغانستان پر سم لوري روان دی او ژر به خپلې موخې ته چې سوله او پرمختګ دی ورسېږي. کرزي چې نن یې په ارګ کې د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې خبرې کولې وویل که په هېواد کې سوله وی او له بهرنیو خنډونو سره مخ نه وی، افغانستان به د اوس په پرتله په ځلونو پرمختګ کړی و. نوموړي وویل که له ده سره ۱۳ کاله وړاندې د اوس وخت پوه او تجربه وای ځینې پرېکړې به یې ښايي په اوسنۍ بڼه نه وې کړې.