اغاخان:حامد کرزي دافغانستان دپرمختګ لپاره ډېر کار کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61502
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-29

پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي د نړۍ د اسماعیلیه فرقې له مشر شهزاده کریم آغاخان سره وکتل.په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، شهزاده کریم آغاخان د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې د حامدکرزي رول ارزښتناک وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې دی به د افغانستان د خلکو د دوست په توګه له دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.پخواني ولسمشر حامدکرزي په تېرو دیارلسو کلونو کې له افغانستان سره د شهزاده کریم آغاخان د خیریه موسسو د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه او د دغو مرستو پر دوام باندې یې ټینګار وکړ.