افغانستان نن له امریکا سره امنیتي تړون امضا کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61510
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

ټاکل شوې نن د افغانستان د نوي حکومت او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي. د ولسمشر بارک اوباما یوه جګپوړي سلاکار ویلي چې د امنیتي موافقې په لاسلیک سره به د روان کال له پای ته رسېدو وروسته شاوخوا لس زره امریکايي پوځیان اجازه پیدا کړي چې په افغانستان کې پاتې شي. د سپینې ماڼۍ جګپوړي سلاکار جان پودیسته وویل، امریکا ونه کړای شول چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته راضي کړي خو نوی حکومت به دا کار نن وکړي. پودیسته دا خبره وروسته له دې وکړه چې د نوي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې یې ګډون وکړ. ویل کېږي د امریکا له اړخه به پر امنیتي تړون په کابل کې د امریکا سفیر او د افغانستان له اړخه به د ملي امنیت نوی سلاکار حنیف اتمر لاسلیک وکړي.