ملګرو ملتونو د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61511
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو د نوي ولسمشر او اجرايوي رييس د لوړې د مراسمو د ترسره کېدو مبارکي ورکړې ده.ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوى دواړو افغان مشرانو ته د نويو دندو مبارکي وړاندې کوي. ملګرو ملتونو د ډاکټر اشرف غني او ډاکتر عبدالله د هغې ژمنې هرکلى او ستاينه کړې، چې په ګډه سره د کار کولو په اړه يې کړې ده. يوناما هيله څرګنده کړې، چې دواړه افغان مشران به ډېر ژر خپل نوى حکومت او نوې کابينه هم جوړه کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي يان کوبيش ويلي، دواړو افغان مشرانو پورې د ولس هيلې تړلې او افغانستان له ډېرو ننګونو سره هم مخ دى، چې دغه ننګونې يواځې د ملي حکومت په رامنځته کېدو سره هوارېدلى شي. کاناډا او امریکا هم د نوي ولسمشر او اجرایوي رییس د لوړې هرکلی کړی دی.