احمدضیا مسعود د ولسمشر فوق العاده استازی وټاکل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61514
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

د تحول او دوام ټیم جګپوړی غړی احمدضیا مسعود د ادارې په اصلاحاتو او ښې حکمتولۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازی وټاکل شو. په هغې خبرپاڼه کې چې پرون د چارو د ادارې او وزیرانو شورا له دارالانشا خپره شوې، راغلي، احمدضیا مسعود چې د هېواد په اداره کې له ښې تجربو او سابقې برخمن دی، د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقري له مخې، د ادارې د اصلاح، د ښې حکومتولۍ د ودې او ښه والي په موخه دې څوکۍ ته ټاکل شوی دی. دغه راز د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي پرون د لوړې له مراسمو وروسته په لومړۍ وينا کې وویل، له احمدضیا مسعود څخه چې د چارو په اصلاح او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازی دی، مننه کوي. احمدزي په دریو واړو قوو کې پر بنسټیزو اصلاحاتو ټینګار وکړ او حکومت يې ملت ته حساب ورکوونکی وباله. د یادونې ده، د احمدشاه مسعود ورور احمدضیا مسعود ته چې د تحول او دوام ټیم یو له جګپوړو غړو و، احمدزي د حکومت د اجرايي پوست ورته منلی و خو مسعود د ملی وحدت د حکومت رامنځته کېدو لپاره له دې څوکۍ تېر شو.