د ایساف په هوایي برید کې ۵ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61519
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

په لغمان او ننګرهار کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي وويل، چې تېر ماښام مهال د خوګياڼو ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.دغه راز تېر ماښام د لغمان د الينګار ولسوالۍ د سنګره درې په مسافر ولي زيارت سيمه کې د ايساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل، چې وژل شوي وسله وال د مخالفينو د مشهور قوماندان زاهد د ډلې غړي وو.