د ماین چاودنې په زابل کې ۳ تنه ټپیان کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61521
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

د زابل ولايت په کلات ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شوي دي. د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو په کلات ښار کې امنيه قوماندانۍ ته څېرمه وشوه. دى وايي، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي او په سيمې کې يې يو تن له ريموټ کنټرول سره نيولى دى.