د تخار امنيتي چارواکي وايي ، چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې له امله څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د والي وياند سنت الله تېمور ددغې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له امله، دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ماين چاودنو له امله د ملي اردو ٦ سرتېري وژل شوي دي.