طالبانو په ګردېز کې درې تنه د غلا په تور اعدام کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61523
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

وسله والو طالبانو د پکتيا مرکز ګردېز ته نږدې سيمه کې درې تنه د غلا او لارې نيولو په تور اعدام کړل . ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ویلي دغه کسان يې تېر مازيګر د ګردېز اړوند د نيستي کوټ په سيمه کې دخلکو په مخ کې اعدام کړي دي. نوموړی وايي چې دغو کسانو په سيمه کې له خلکو څخه په زور پيسې او نور توکي اخيستل او حتی د پيسو لپاره ېې خلک وژلي دي. د ده په خبره خلکو طالبانو ته ددې کسانو د غلا له امله شکايت کړی و او بالاخره دوی په دې وتوانېدل چې دغه کسان ونيسي او له محکمې وروسته اعدام کړي.