ولسمشر غني ته د هلمند د ځوانانو پرانيستی ليک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61526

دخبریدو نیټه : 2014-09-30


ګران ولسمشره!
د افغانستان د هغي څنډي څخه تاسو ته د بريا مبارکي وايم، چي مخته مي څو جنازې پرتي دي، شاته مي د ميندو ژړاګاني او سوي چيغي دي، څنګ ته مي ماشومان په وچو چيغو د بابا او مورجاني ناري وهي، زه مي په يوه لاس د خپلو ماشومانو اوښکي پاکوم او په بل لاس تاسو ته د خپل حالت د انځور لپاره دا څو کرښي کاږم.
زموږ ولسمشره!
موږ پوهيږو چي ستا د کار لومړی ورځي دي، خو زموږ زخمونه موږ دېته اړباسي چي خپل چيغه تر تا پوري در ورسوو، نور موږ د خپلو ماشومانو، کونډو، يتيمانو او ځپل سوو د اوښکو د پاکولو توان نلرو، زموږ چيغه تر اوسه چا نه ده اورېدلې، هيله ده چي دا چيغه تر تا پوري در ورسيږي.
په تيرو ديارلس کلونو کي داسي ورځ دي نه وي چي موږ د ځوانانو، سپين ږيرو، ماشومانو او ښځو جنازې نه پورته کوو، هره ورځ زموږ پر کور غم او په مسجد کي مو فاتحه وي. موږ د يوې بې هدفه جګړې قرباني يو، موږ د جګړې طرف نه يو، بلکي د جګړې قرباني يو، پدې جګړه او وژنو کي نه يوازي خارجي لاسونه دي، بلکي د هلمند يو شمېر کړۍ او افراد هم لاسونه لري، دوی په لوی لاس د جګړې اوږدېدلو ته لار هواروي، دوئ د خلکو په وژنه کي خپلي ګټي خوندي بولي، نو زموږ غوښتنه ده چي د دې ناوړه جګړې د پاېته رسېدو لپاره سياسي حل پيداکړئ او هغه کړۍ او افراد چي د جګړې اور ته لمنه وهي، وپيژنئ او د صحني څخه يې ليري کړئ، دا سياسي حل د هلمند څخه راپيل کړی تر څو هلمند د (سولي ولايت) و نومول سي. د هر هلمندي پر خوله د سولي او زده کړي خبري دي، هر هلمندی د سولي، پرمختګ او ښه ژوند هيله لري، هر ځوان مو استعداد او لياقت لري، خو د دې تحميل سوي جګړې له امله موږ خپلو ارمانونو ته نسو رسېدلای او هره ورځ مو ځوانان د قلم پر ځای د توپک اخېستلو ته په زوره مجبوره کېږي. که حقيقت ته راسو، د هلمند خلک تر بل هر چا زيات په تيرو ديارلسو کلونو کي ځورېدلي او وژل سوي دي، هلمند ته خپل حق نه دی ورکړل سوی، که کوم حق ورکول سوی وي، هغه د څو امتيازي مشرانو جيبونوته لوېدلي، د هلمند د خلکو اوښکي چا نه دي پاکي کړي، د هلمند دخلکو لاس چا نه دئ نيولی او د هلمند خلک په سياسي ميز کي نه دې شريک سوي. موږ د تير حکومت غندنه نه کوو، بلکي ستاسو څخه غواړو چي د تير حکومت په څېر چلن راسره ونکړي.
هلمند د افغانستان لسمه برخه مساحت لري او د بشري منابعو څخه هم غني دی، د هلمند د ځوانانو فعاليتونه، هڅي او کوښښونه د پام وړ دي، زياترو ځوانانو په خپلو هڅو او کمو امکاناتو زده کړه کړېده، دا په ډاډ ويلای سو چي هلمند زيات شمير په پوهه سمبال ځوانان لري، خو متاسفانه چي دوئ ته په واک کي د ګډون چانس نه ورکول سوی، د هلمند سياسي واک په امتيازي ډول د څو کسانو او کړيو په لاس کي دئ، دا کسان په کابل کي ناست دي په امتيازي ډول د هلمند د خلکو پر سر معاملي کوي، دوئ خدمتي مشران نه دي، بلکي امتيازي مشران دي، د هلمند چارواکي د خپلو ګټو د ساتلو لپاره مقرروي او بدلوي، دوئ د هلمند د خلکو لپاره کار نه کوي، بلکي يوازي د خپلو خيټو د ډکولو او شتمنيو د زياتولو لپاره لګيا دي.
نو زموږ غوښتنه ده چي د هلمند چارواکي په خدمتي ډول وټاکل سي، د ځينو کړيو او اشخاصو په فرمايشتونو او غوښتنو باندي ونه ټاکل سي، په پوهه سمبال ځوانان په سياسي ميز کي شريک سي او نه يوازي د هلمند په اداره کي بلکي، په مرکزي حکومت کي هم د هلمند ځوانان ونډه ولري. موږ په ډاډ وايو، هغه کسان چي ځانونه د هلمند مشران بولي او د هلمند د خلکو پر سر امتياز اخلي، د هلمند خلک په هغو نه پسي کېږي او نه هم د هغو ملاتړ کوي، بلکي د همدغو  اشخاصو د لاسه د حکومت څخه ليري سوي او ددولت د مخالفينو سره يې لاس يو کړی دی، که چيري اول دا خلک د پښو څخه وغورځول سي او د هلمند په خلکو کي د استعداد او وړتيا پر بنسټ مشران وټاکل سي، دا به د ټولو هلمنديانو د سترو ارمانونو څخه يو ارمان پوره سوی وي.
هلمند يو زراعتي ولايت دی، د کرهڼي لپاره پراخه مځکي لري، خو د ښه زراعتي سيستم او د زرعتي حاصلاتو لپاره د مناسب مارکيټ د نه شتون له امله کروندګر د ځينو کړيو لخوا د تارياکو کرلو ته هڅول کېږي، دا موږ په ډاډ وېلای سو که چيري د هلمند د مشروع زراعتي حاصلاتو لپاره مناسب مارکيټ او سم زراغتي سيستم جوړ کړل سي، د هلمند خلک به هيڅکله تارياک ونه کري. تارياک د کروندګرو اقتصاد نه پياوړی کوي، بلکي يوازي د څو قاچاقبرانو جيبونه ډکوي، تارياکو نه يوازي زموږ ځيني ځوانان معتاده کړل، بلکي په ډول ډول روحي ناروغيو يې هم اخته کړل، نو موږ ويلای سو چي نور د تارياکو د کرولو څخه خلک ستړي دي، خلک د مشروع زراعتي حاصلاتو لپاره مناسب مارکيټ او ښه زراعتي سيستم غواړي.
د هلمند د ښووني او روزني بهير ژورو اصلاحاتو ته اړتيا لري، پدې برخه کي فساد اوج ته رسېدلی دی، د ځينو مافيايي کړيو لخوا په لوی لاس دا بهير ټکنی سوی دی، غوښتنه مو داده چي د هلمند دا برخه اصلاح سي او د امتيازي چارواکو پر ځای خدمتي چارواکي وټاکل سي.
هلمند ته د راتګ لپاره وړانديز!
زموږ ولسمشره!
که چيري خپل لومړنی ولايتي سفر هلمند ته وکړي، نو د هلمند خلک به ستاسو ټينګ ملاتړ ته ودرېږي، تاسو د خپلو انتخاباتي کمپاينونو پر مهال لومړنی سفر هلمند ته وکړ، نو هېله مو داده چي اوس د بريا پر مهال هم لومړنی سفر هلمند ته وکړي او د هلمند دا پورته ستونزي د نېژدې څخه په خپلو سترګو وګوري.


درنښت
فرهاد داوري