دهلمند په سنګین او کجکي کې لسګونه وسلوال ووژل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61535
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

د هلمند چارواکي وايي چې په سنګين او کجکي ولسواليو کې د هوايي عملياتو پر مهال لسګونه وسله وال وژل شوي دي.د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سنګين ولسوالۍ په ګډون په کجکي ولسوالۍ کې هم ځمکني او هوايې عمليات ترسره شوي دي.چې په کې ٤٥ وسله وال وژل شوي ، چې يو شمېر مهم قوماندانان هم په کې شامل دي.نوموړي زياته کړه، چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عمليات به تر هغو دوام ولري، څو په سنګين او سيمه کې امنيت نه وي خوندي شوى.