عمر زاخېلوال د ملي اقتصاد سلاکارپه توګه وټاکل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61537
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

ولسمشر اشرف غني احمدزي، حضرت عمر زاخېلوال د ماليې وزارت سرپرست او د ملي اقتصاد سلاکار وټاکه.د وزيرانو شورا د دارالانشاء په وېبپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې اړه نن دوه ځانګړي فرمانونه صادر کړل.حضرت عمر زاخېلوال تراوسه د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کوله.هغه تراوسه پورې ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرايوي مشر او انجنير محمد خان او محمد محقق د هغه د مرستيالانو، احمدضياء مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي، محمد حنيف اتمر د ملي امنيت د سلاکار او عبدالسلام رحيمي د ولسمشر د دفتر د رييس په توګه ګومارلي دي.