حضرت عمر زاخېلوال د ملي اقتصاد سلاکار ټاکل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61538
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-01

ولسمشر اشرف غني احمدزي، حضرت عمر زاخېلوال د ماليې وزارت سرپرست او د ملي اقتصاد سلاکار وټاکه. د وزيرانو شورا د دارالانشاء په وېبپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې اړه پرون دوه ځانګړي فرمانونه صادر کړل. حضرت عمر زاخېلوال تراوسه د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کوله. ولسمشر چې وړمه ورځ یې لوړه وکړه تراوسه پورې ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرايوي مشر او انجنير محمد خان او محمد محقق د هغه د مرستيالانو، احمدضياء مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي، محمد حنيف اتمر د ملي امنيت د سلاکار او عبدالسلام رحيمي د ولسمشر د دفتر د رييس په توګه ګومارلي دي.