ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي د خپل وخت ډېره برخه به په هېواد کې د امنیت راوستلو ته ځانګړې کړي. ولسمشر چې د قول اردوګانو له قوماندانو سره یې د ویډیو له لارې خبرې کولې وویل چې د افغان پوځ له افسرانو او سرتېرو دفاع او ساتنه د مسلح ځواکونو د اعلی سر قوماندان په توګه خپله دنده بولي. نوموړي د ملي نوامیسو د ساتنې لپاره د افغان ځواکونو قربانۍ ستایلې او ژمنه یې کړې چې د امنیتي ځواکونو د اعاشې او اباطې د سموالي لپاره ځانګړي هدایات صادر کړي.