د ټاکنو د څار موسسه په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو غوښتونکې شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61540
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-01

د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه او د ډيموکراسۍ انټرنيشنل اداره وايي پر ټاکنيز نظام د خلکو د باور د بيا پيدا کولو لپاره باید په ټاکنيز نظام کې اصلاحات راوستل شي. د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اداره د ملي یووالي د حکومت رامنځته کېدو او د واک له سوله ییز لېږد څخه هرکلی کوي او د ټاکنو د بهیر پای ته رسېدل او د سیاسي بن بست هواری د هېواد د پرمختګ او ډيموکراټیک بهیر د دوام لپاره د نوې پاڼې په پرانیستلو کې یو مهم ګام بولي. سرچينې زياته کړې، چې د لوړې پر مهال نوي ولسمشر او د ملي يوالي حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله په خپلو ویناوو کې د مهمو ټکو په هکله د خپلو پروګرامونو یادونه وکړه چې په هغو کې د هېواد په درې ګونو قواوو کې اصلاحات راوستل، له فساد سره مبارزه، د بهرني سیاست کرښې، له مخالفینو سره د سولې مسئله، د هېواد د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا، د بهرنیو پانګونو جذبول او د هېواد د ټاکنیز نظام اصلاح شامله وه. خو دغه موسسه وايي، د دوى له نظره د ټیکاو او سیاسي پراختیا له کلیدي برخو، لکه د مدني ټولنې د رول پیاوړتیا او د سیاسي ګوندونو د ودې له بهیر څخه ملاتړ او پراختیا ته، چې د اغېزناک اپوزیسیون د رامنځته کېدو له ډيموکراټیک او طبیعي بسترونو څخه شمېرل کېږي، یادونه ونه شوه. د ټاکنو د څار موسسه د هېواد پر ټاکنیز نظام باندې د خلکو د باور بیا راژوندي کولو کې د بنسټیزو اصلاحاتو پیل اغېزمن ګڼي.