ځانمرګو بریدونو په کابل ښار کې د ملي اردو ۲۵ منسبوبینو ته مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61541
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-01

د ملي اردو پر موټرو د نن سهار په بریدونو کې اوه تنه امنیتي منسبوبین وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي د څلورمې کارتې په سیمه کې د ملي اردو د عملې پر موټر په ځانمرګي برید کې اووه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي. دوی وايي چې د ده سبز ولسوالۍ اړوند په تره خېلو کې هم د ملي اردو پر کاسټر موټر ځانمرګی برید شوی دی. په دغه برید کې د ملي اردو دری منسوبین ټپيان شوي دي. د دواړو بریدونو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.