ولسمشر اشرف غني وایي د کابل ښار امنیت لپاره باید نوې ستراتیژي جوړه شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61548

دخبریدو نیټه : 2014-10-01

ولسمشر اشرف غني احمدزي د کابل امنیت د اندېښنې وړ بللی او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره د پلازمېنې د امنیت په موخه یوه مشخصه ستراتیژي رامنځته کړي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه پلاوي او د کابل د ولسواليو له امنیه قوماندانانو سره په کتنه کې ویلي چې د پولیسو په چارو کې د زورواکو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره پیاوړې اراده لري. ولسمشر د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته دنده سپارلې چې سر له ننه د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره خپل وړاندیزونه د ولسمشرۍ مقام ته وسپاري.