ولسمشر احمدزی وایي د والیانو تقرر باید د معیارونو له مخې تر سره شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61550
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-01

ولسمشر اشرف غني احمدزى وايي، ولایتونو ته باید مستقله بودیجه په پام کې ونيول شي او د باور وړ کدر جذب او د والیانو تقرر هم باید د معیارونو له مخې ترسره شي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له رييس، مرستیالانو او د بېلابېلو برخو له رييسانو سره په کتنه کې ویلي له دې وروسته به په منظمه توګه له والیانو سره په اړيکه کې وي، ترڅو د ولایتونو ستونزې په ښه توګه هوارې شي. ولسمشر غني د ښاروالانو په اړه ویلي، چې په ښارونو کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره به له خلکو سره بحث کېږي او له مخې به یې یو منظم پروګرام برابرېږي. په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په دې غونډه کې د ښارواليو له خوا په موثره توګه د عوایدو د راټولولو او له هغه څخه په اغېزمنه توګه د استفادې د څرنګوالي په اړه هم بحث وشو. احمدزي د سیمه ییزو چارو ادارې ته دنده سپارلې، چې له اړوندو ادارو سره په ګډه د پورتنيو ستونزو د حل لپاره یوه مشخصه طرحه برابره کړي.