د ناروې پخوانی لومړی وزیر د ناټو سرمنشي ټاکل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61551
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-01

د ناروې پخوانی لومړی وزیر د ناټو سرمنشي ټاکل شوی دی. د ډنمارک له پخواني صدراعظمه د ناروې پخواني صدراعظم ته د ناټو د مشرۍ مسوولیت په داسي وخت کې سپارل کېږي چې دا تړون په افغانستان کې د خپل تازه ماموریت لپاره تیاري نیسي. په عین حال کې د اوکراین پر سر له روسیې سره د ناټو تړون اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي. ینس ستولتن برګ اته کاله د ناروې صدراعظم و. ده د ناروې د کارګر ګوند مشري هم کړې ده. کله چې ستولتن برګ د ناروې صدراعظم و، هیواد یې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته پوځیان ولېږل.