د کابل ښار په دوغ اباد سیمه کې ځانمرګی برید شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61552
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-01

د کابل ښار په دوغ اباد سیمه کې پر افغان ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی. برید نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د ملي اردو د عملې پر موټر شوی. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی. ده ویلي چې د برید له کبله مرګ ژوبله رامنځته شوې خو کره شمېر یې لا نه دی څرګند. د برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې. دې ډلې په یوه لنډ پيغام کې ویلي چې یوه ملګري یې د ریشخورو فرقې ته څېرمه پر افغان ځواکونو ځانمرګی برید کړی او ګڼه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.