طالبانو د غزني په عامو لارو کې ما ینونه خښ کړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61554

دخبریدو نیټه : 2014-10-02

د غزني ولايت والي وايي چې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار پر لويه لاره او د غزني په بېلابېلو نورو لارو ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.د غزني والي موسى خان اکبرزاده وويل چې وسله والو طالبانو د غزني ګيلان، مقر، اندړ، ګيرو او د غزني ښار ته پر راغلو لويو لارو باندې ماينونه خښ کړي دي.اکبرزاده وويل چې د دغو ماينونو په چاودنو کې ډېره ملکي وګړو مرګ ژوبله اوړي او دغه لارې تر ډېر د ملکي وګړو د تګ راتګ لپاره دي.هغه زياتوي چې وسله والو طالبانو د غزني ښار د اسفندې په سيمه کې په داسې حال کې ماينونه خښ کړي چې له دې سيمې د کابل– کندهار لويه لاره تېره شوې او هره ورځ سلګونه موټر پرې تګ راتګ کوي.