په کندوز کې ۱۰طالبان وژل شوي او۱۵ټپیان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61555
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-10-02

د کندوز ولايت په مرکز کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٠ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي. د ملي دفاع وزارت وايي چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله د کندوز د مرکز په اړوند سيمو کې اوښتې، چې په ټپيانو کې د هغوى يو قوماندان هم شامل دى. د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل چې وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله له تېر ماښام راهيسې د ګورتپې په قشلش سيمه کې اوښتې .