امنیتي چارواکي وایي په کندوز کې یې ۱۰ وسله وال وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61557
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-02

د کندوز ولايت په مرکز کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٠ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.د ملي دفاع وزارت وايي چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله د کندوز د مرکز په اړوند سيمو کې اوښتې، چې په ټپيانو کې د هغوى يو قوماندان هم شامل دى.د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل چې وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله له تېر ماښام راهيسې د ګورتپې په قشلش سيمه کې اوښتې او نښتې تر اوسه پورې دوام لري.