نور:دوالیانو دلري کولو په موخه د دولت دهرې پریکړې ملاتړکوم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61559
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-10-02

ډاکتر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وړاندي د سولې عالي شورا له مشر صلاح الدین رباني ، دبلخ له والي عطا محمد نور او یو شمېر نورو جهادي څېرو سره وکتل . دوی په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه ډاکتر اشرف غني احمدزي ته د افغانستان دولسمشر په توګه د ټاکل کيدو له امله مبارکي وویله او خلکو ته دخدمت په برخه کې یې ولسمشر غني ته د بریا دعا وکړه . د بلخ والي عطا محمد نور زیاته کړه، چې افغانسان ته په یوه نوي پړاو کې قرار لري او د ملي وحدت د حکومت دهرهغه اقدام ملاتړ کوي کوم، چې د والیانو د لري کولو او بدلولو په موخه يې نیسي. ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي هغوی ته وویل،هر تغیر چې راوستل کیږي، موخه به د د افغان حکومت تقویه او د افغانستان خلکو ته خدمت وي.