ولسمشر اشرف غني احمدزي له یان کوبېش سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61560
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-02

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي د مثبتو بدلونونو په موخه د افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي کارونه وستایل او د ډېرو مرستو ډاډ یې ورکړ. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي ،چې ولسمشر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره وکتل . په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې تر سره شوه یان کوبیش دمثتبتو بدلونونو راوستلو لپاره دولسمشر غني اراده وستایله. کوبیش د افغانستان او امریکا ترمنځ دامنیتي تړو ن دلاسلیک کولو او د ولسمشر دهغه حکم هرکلی وکړ، چې له مخي به یې دکابل بانک دوسیه وڅېړل شي. یان کوبیش همداراز ولسمشر غني ته د ملګرو ملتونو د سر منشي بانکي مون د مبارکي مراتب وړاندي کړل او ډاډ یې ورکړچې ملګري ملتونه به یې له دولته سره دوامداره مرستي وکړي.