صنعتکاران: حکومت دې د فعالیت شرایط راته برابر کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61739
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-18

حکومت بايد د افغان صنعتکارانو لپاره ښې کاري زمينې برابرې کړي. دغه څرګندونې د تلې په ٢٦مه، يو شمېر افغان پانګه والو په ننګرهار ولايت کې د افغانستان صنايعو د ودې په يوه ورځني کنفرانس کې وکړې. هغوى وويل، په هېواد کې پر دولتي ادارو د غير مسلکي کسانو ګومارنې، ناامني، اداري فساد او د برېښنا کموالى هغه ستونزې دي، چې د صنايعو د پرمختګ مخه يې نيولې ده. په ننګرهار کې د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال قاسم يوسفي، په دې کنفرانس کې وويل، دولت د صنايعو پر وړاندې غير مسلکي چلند کوي، چې له امله يې د پرمختګ مخه نيول شوې ده. نوموړی وايي، په ننګرهار کې د صنعتکارانو ټولنې، ولسمشر ته د صنعت د ودې لپاره داسې تګلاره جوړه کړې، چې په پلي کېدو به يې په هېواد کې صنعت ډېره وده وکړي. بلخوا د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مرستيال محمد ابراهېم شمس وايي چې په هېواد کې د صنعت د پرمختګ لپاره بايد صنعتکارانو ته ځمکه ورکړل شي. د سوداګړۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي بيا وويل، په ننګرهار کې يې د دغې ګډې ناستې موخه دا وه، څو څنګه کولاى شي په هېواد کې صنعت ته وده ورکړي. ده وويل، دغه تګلاره چې په ننګرهار کې د صنعتکارانو له لوري جوړه شوې، ولسمشر ته به وړاندې شي.