د ولسمشر ويډیويي کنفراسونه د ښې حکومتولۍ لپاره اغېزمن دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61741
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-19

د ټولنيزو رسنيو کاروونکي او د معلوماتي ټکنالوجۍ يو شمېر کارپوهان له چارواکو سره د ولسمشر ويډيويي کنفرانسونه د ښې حکومتولۍ لپاره ګټور بولي، خو ځيني يې نمايشي ګڼي. ولسمشر احمدزي د تلې پر ٦مه د لوړې کولو پر مهال د غوره حکومتولۍ ژمنه وکړه او د چارو د پيل له لومړيو ورځو يې د يو شمېر ولايتونو له چارواکو او خلکو سره ويډيو کنفرانسونه پيل کړل. خوست، کندوز، کندهار او هرات هغه ولايتونه دي چې ولسمشر يې له ولسونو او مشرانو سره د همدغو ويډيويي کنفرانسونو له لارې پر بېلا بېلو ستونزو او مسايلو خبرې کړې دي. د ولسمشر دغه اقدام د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو او د معلوماتي ټکنالوجۍ د ځينو کارپوهانو له هرکلي سره مخ شوى، خو يو شمېر نور يې بيا ډېر اغېزمن نه بولي. د شاه احمد احمدي په نوم يو تن په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي: ((د دغو کنفرانسونو په مرسته د سيمه ييزو شوراګانو غړي کولى شي خپلې غوښتنې له ولسمشر او وزيرانو سره شريکې کړي.)) احمدي وايي، که ولسمشر ولايتونو ته سفر کولى نو د زيات وخت ضايع کېدو تر څنګ به له امنيتي ستونزو سره مخ واى، خو دغه کنفرانسونه د ستونزو د اورېدو او چارو د تنظيم ښه لاره ده. د کندهار اوسېدونکى فريد اسحاقزى وايي، د ولسمشر احمدزي په ټاکنيزو کمپاينونو کې فعال و، خو د ولسمشر په توګه يې تر ټاکل کېدو وروسته ناهيلى و، چې هغه به ونه ګوري. اسحاقزي زياته کړه: ((تېره اوونۍ مې ولسمشر په کندهار کې له يو شمېر مشرانو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې کولې، موږ داسې ګڼله چې يو ځاى ورسره ناست يو.)) د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چې په ارګ کې اوسني وسايل پخوا هم و، خو ولسمشر په دې وروستيو کې د ويډيو کنفرانسونو له لارې ترې ګټه واخيسته. هغه په دې اړه زياته کړه: ((په افغانستان کې مخابراتو پرمختګ کړی، د سيمې له هېوادونو سره سيال يو، معلوماتي ټکنالوجي ته بايد نور هم پام وشي موږ هڅې کوو. زياته توجه مو په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ودې ته ده، په ځانګړې توګه الکترونيکي حکومتولۍ ته.)) د معلوماتي ټکنالوجۍ کارپوه او په کابل کې د يوې بهرنۍ ادارې د (I.T) مسوول انجنير فواد حکيمي وايي، اوسنۍ معلوماتي ټکنالوجۍ د کار اسانۍ تر څنګ د نړۍ په کچه په غوره حکومتولۍ کې مهم رول درلودلى، خو په افغانستان کې به د اسانتياوو د نشتوالي په سبب ډېره اغېزمنه نه وي. هغه په دې اړه پژواک اژانس ته ويلي: ((هلته چې برېښنا نه وي، نو معلوماتي ټکنالوجي به څه رول ولري.)) خو په افغانستان کې د الجزيزې تلوېزون خبريال او شنونکى ولي الله شاهين بيا وايي چې له نوې معلوماتي ټکنالوجۍ سره بايد په حکومت کې د اصلاحاتو بڼه بدله شي. هغه د ولسمشر احمدزي د ويډيويي کنفرانسونو په اړه ويلي: ((دغه کنفرانسونه له يوې خوا واټنونه رالنډوي بلخوا به د وخت او مصارفو د بېځايه لګښت مخه ونيسي، د نوې ټکنالوجۍ پر مټ به له خلکو سره رابطه اسانه او عام خلک به هم د ټکنالوجۍ پر مفيده ګټه وپوهېږی.)) خو د لوګر ولايت اوسېدونکي بصيرستانکزي پژواک اژانس ته وويل:((په شعارونو ستونزې نه حلېږي، ولسمشر دې له ارګه را ووځي او ولايتونو ته دې سفرونه وکړي.)) د وردګو ولايت اوسېدونکى سيف الرحمن د ولسمشر ويډيويي کنفرانسونه ډېر ګټور نه بولي او وايي چې دا ډول غونډې نمايشي بڼه لري. هغه زياته کړه: ((ولسمشر په خپلو تېرو کنفرانسونو کې يواځې له واليانو، د هغوى له پلويانو او فرمايشي کسانو سره خبرې کړې، والي چېرته هغه کس پرېږدي چې د ولايتي مقاماتو کمه ووايي.)) ولسمشر احمدزي په خپل اثر "د عادلانه نظام لار" کې د غوره حکومت والۍ او اصلاحاتو په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر رول ټينګار کړى او هغه يې د معاصرې حکومتولۍ اسانه بڼه ګڼلې ده. ولسمشر همدا راز تېره اوونۍ د هېواد د مخابراتي شرکتونو له مشرانو سره په ارګ کې په يوه کتنه کې له هغوى نه غوښتنه وکړه چې د خپلې معلوماتي ټکنالوجۍ په مرسته دې له نوي حکومت سره په غوره حکومتولۍ کې پوره مرسته وکړي.