ولسمشره ! سرتاج عزیز په پښتو پوه کړی،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61744

دخبریدو نیټه : 2014-10-19


 د پاکستان د ملی امنیت سلاکار سرتاج عزیر لا کابل ته ندی رارسیدلی چی تیر شپه پاکستانی پوځ د ټولو نړیوالو قوانینو بر خلاف  بیا تر پنځوسو زیات راکیټونه  د افغانستان پر خاوره د کنړ پر ولایت توغولی دی.موږ پدی نه پوهیږو  چی د پاکستان د ملی امنیت سلاکار  سرتاج عزیز به په کومو سترګو د افغانستان له ولسمشر څخه پاکستان ته د سفر کولو وړاندیز کوی؟
افغان ولس له منتخب ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غنی څخه په کلکه غواړی چی د پاکستان سره له داسی سیاست څخه کار وانه خلی لکه تیر ولسمشر کرزی چی په لاره اچولی وو. تیر ولسمشر کرزی پاکستان ته تر شلو ډیر سفرونه کړی ول،  خو د ټولو سفرونو نتجه یی پر  صفر ولاړه وه. زموږ هیله د ډاکټر صاحب اشرف غنی څخه دا ده چی د کرزی سیاست ته په پاملرنی چی پاکستان یی څومره د افغانستان په مقابل کی زړور کړ په کلکه ډډه وکړی او د پاکستان په مقابل کی ورته کړنلاره غوره نه کړی. ډاکټر صاحب اشرف غنی باید پاکستان ته په ډانګ پیلی او واضع ټکیو کی ووایی چی دپاکستان پوځ د په افغانستان کی لاس وهنو ته د پای ټکی کیږدی، پر افغان خاوره د راکیټونه بند کړی، د افغانستان په ضد د افغانان نه تربیه کوی. ولسمشره سرتاج عزیز په پښتو پوهه کړی او ورته ووایی چی نور نو د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوی ده.
ډاکټر ګل مرجان منګل
۱۹/اکتوبر/۲۰۱۴