د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي کمیسیون د هېواد د ټولو نورو ادارو په څېر اصلاحاتو ته اړ دی؛ خو هر راز اصلاحات باید له قانون سره سم وي.
د ملي وحدت د حکومت اجراییه مشر د شنبې په ورځ د بلخ ولایت له قومي مشرانو او سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې باید اصلاحات راشي.
ښاغلي نورستاني له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دی د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې له اصلاحاتو سره لکه څنګه چې عبدالله عبدالله غواړي مخالف نه دی؛ خو دا اصلاحات باید د قانون په چوکاټ کې وي.
ده وویل: « ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې کمېسیون بهبود یا اصلاحاتو ته ضرورت نه لري؛ خو په دې شرط چې دا اصلاحات د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون تر امکان لاندې جوړ شي.»
عبدالله عبدالله وروسته له دې چې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې پرله پسې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د اشرف غني احمدزي په ګټه د درغلیو تورونه لګول او د همدې تورونو له کبله د ټاکنو بحران ډېر اوږد شو.
د کمیسیون مشر د انتخاباتو په بهیر کې د سرغړونو ادعاوې تاییدوي؛ خو وايي چې په دغو سرغړونو کې په ټاکنو کې شاملو ټولو اړخونو لاس درلود.
دی وايي: « په دې کې یوازې د کمېسیون کارمندان نه وو. د دواړو کاندیدانو نماینده ګانو هم څومره چې یې له لاسه کېدل تخطي او تخلف کړی، عوامو هم کړی دی، د حکومت او امنیتي ارګانونو بعضې کارمندانو هم د یو یا بل کاندید په نفع درغلي کړې ده.»
له عبدالله عبدالله مخکې د مشرانو جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار هم د ټاکنو په کمیسیونونو کې اصلاحات غوښتي وو.
ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو پر ژمنو ټینګار کړی؛ خو د انتخاباتو په کمیسیونونو کې د بدلون په اړه یې تراوسه په زغرده څه نه دي ویلي.