په ۱۹۰ هېوادونو کې د کابل بانک د قضیې د تورونو کسانو د نیولو هڅې پیل شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61779
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-21

انټرپول یا نړېوال پولیسو د کابل بانک په قضیه کې د تورونو کسانو د نیولو هڅې پیل کړي دي. په افغانستان کې د انترپول د څانګې مشر جنرال سید افندي وايي چې دوی په ۱۹۰ هېوادونو کې د دغو کسانو د نیولو امرصادر کړی دی. د کابل بانک په قضیه کې ټول ۲۱ کسان تورن دی، خو تر اوسه پورې له ډلې څخه یوازې ۷ کسان نیول شوي دي. د راپورونو له مخې ۱۴ تورن کسان له افغانستانه بهر وتلي دي. ولسمشراشرف غني احمدزي د خپل کار په لومړیو ورځو کې د کابل بانک د دوسيي د بیا پرانستلو امر وکړ.