د ډيلي په امنيتي کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61789
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-22

د هندوستان په پلازمېنه ډيلي ښار کې د امنيتي کنفرانس په ترڅ کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان پر امنيتي حالاتو خبرې کېږي. د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمدعمر داوودزي د افغانستان په استازيتوب په دغه کنفرانس کې ګډون کړى دى. د ياد وزارت وياند صديق صديقي چې له وزير سره دغه کنفرانس ته ملګرى دى، په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دغه کنفرانس پرون پيل شو او دوه ورځې به دوام وکړي. هغه زياته کړې چې په کنفرانس کې د نړۍ او سيمې د امنيت تر څنګ تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان پر امنيتي حالاتو هم خبرې کېږي. دغه کنفرانس (د مونیخ امنيتي کنفرانس) په نوم يادېږي چې هر کال يو ځل ترسره کېږي، تر دې مخکې ياد کنفرانس په واشنګټن کې جوړ شوى دى.