د افغانستان ایکسپرېس ورځپاڼې له چلوونکو پوښتنې روانې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61799
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-23

لوېدیځې رسنۍ وايي د افغانستان ایکسپرېس ورځپاڼې له چلوونکو څخه پوښتنې ګروېږنې پیل شوې دي. دې ورځپاڼې څو ورځې وړاندې په یوه مقاله کې د اسلام سپېڅلي دین ته سپکاوی کړی و. که څه هم افغان چارواکو پرون وویل چې په دې اړه تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان ایکسپریس د یوه پخواني کارکوونکي له قول وايي چې د د دې مقالې په ارتباط څو تنه نیول شوي دي. تر دې وړاندې وزیرانو شورا او ولسمشر غني د ورځپاڼې له چلوونکو سره د قانوني چلند غوښتنه کړې وه.