د ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي. د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي د ملي اردو دغه سرتېري په بېلابېلو ولایتونو کې د ماین په چاودنو او له وسله والو مخالفینو سره په نښتو کې وژل شوي دي. عظیمي دغه راز وايي چې په دې موده کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۴ ټپيان او ۱۵ ژوندي نیول شوي دي.