بلغاریا افغانستان ته په سلو کې ۸۴ پور بښلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61803
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-23

بلغاريا افغانستان ته د خپلو پورونو، چې په اويايمه او اتيايمه لسيزو کې يې ورکړي وو، په سلو کې ۸۴ وبښل. بلغاريايي رسنۍ وايي چې دغه هيواد د پاتې نور پور لپاره له افغانستان سره لس کلن مهالوېش جوړ کړي دي. د بلغاريا حکومت د چهارشنبې په ورځ هغه موافقه تصويب کړه چې د دوو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د تېر سپټمبر په اوولسمه نېټه لاسليک کړې وه. د دې موافقې پر اساس پر افغانستان د بلغاريا ۵۶ مليون ډالره پور تصفيه شو. د دې علت چې بلغاريا د خپل پور لويه برخه افغانستان ته وبښله دا ده چې په ۲۰۱۰ ميلادي کال افغانستان زيات پوروړي او بېوزله هيواد وپېژندل شو. افغانستان به د بلغاريا پاتې ۸ مليونه او ۲ لکه ډالره پور په لسو کلونو کې په قسط وار ډول د کال شل فيصده ورکړي.