په هلمند کې د جګړې پرمهال د اور لګېدنې له امله درې ماشومان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61809
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-23

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د اور لګېدنې له امله درې ماشومان او په جګړه کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار خبريالانو ته وويل، وړمه شپه يې ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په سيمه کې وسله والو طالبانو سره جګړه کړې ده. هغه وايي چې په جګړه کې پر نهو طالبانو سربېره په يوه کور کې د اور لګېدنې له امله درې ماشومان هم مړه شوي دي. نوموړي په خپلو خبرو کې دا ونه ويل چې دغه اورلګېدنه د مرمۍ د لګېدو له امله رامنځته شوې وه او که له کوم لوري ورته قصداً اور اچول شوى، خو زياته يې کړه چې د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته وسله والو طالبانو يو شمېر کسان ګومارلي ، څو د دغو پېښو پړه پر پوليسو واچوي .