د ولس مشرۍ په ټاکنو د اصلاحاتو او همپالني د ټيم مهم غړي او د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شيرزي نن په کندهار کې يوې غونډي ته په وينا کي د نوي حکومت څخه وغوښتل چي د سولې دپاره هڅي ګړندۍ او ټولي چاري يې دننه په هيواد کې منسجمي کړي .
د ولس مشرۍ د ټاکنو پر مهال د اصلاحاتو او همپالني د ټيم مهم ملاتړي او د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شيرزي په کندهار کي يوې غونډي ته وويل ، يو شمير کورنۍ او بهرنۍ لاسوهني سته ، چي غواړي د ملي يووالي نوی جوړ سوی حکومت د ستونزو سره مخ کړي او له دې لاري خپلي ګټي تر لاسه کړي خو د کوم هيواد او کومي ډلې نوم يې وانه خيست .
محمدشفيق ګل اغا شيرزي خلک د نوي حکومت ملاتړ ته راوبلل ، نوموړي د نوي جوړ سوي حکومت څخه وغوښتل ، چي له تشريفاني ليدنو او کتنو تير سي ، د خبرو پر ځای عملي کار وکړي او تر ټولو ژر د سولې د پروسې دپاره چې د ډير ستونزو کيلي په همدې پروسه کي ده کارونو ته پرمختګ ورکړي ، شيرزي وغوښتل چي دسولي پروسه دي افغاني سي او د بهرنيو هيوادونو پر ځای دننه په هيواد کي زمينه ورته برابره سي .
ګل اغا شيرزي د ملت او قومونو يووالی خورا مهم او اړين وباله ، هغه د امنيت د سمون او د جنايې پيښو د مخنيوي دپاره قومي تړونونه او سيمه ايز دودونه خورا ګټور وبلل .
ګل اغا شيرزي په دې برخه کي د قومي او سيمه ايزو مخورو را ګډيدل او مجرمينو ته د قومي جرګو پر مهال د سزاوو ټاکل او عملي کول مهم يآدل کړل . .
ګل اغا شيرزي د کندهار ولسونه تر ډيره يو وبلل او د يووالي په برخه کې موجود يو شمير ستونزي يې د ولس نه بلکه د يو څو خاصو کورنيو وبللې .
ګل اغا شيرزي له نوي جوړ سوي حکومت څخه وغوښتل ، چي د خپلو لمړنيو کارونو پر مهال د نشه ايي توکو سره مبارزې ، د اداري فساد ختميدو ، د پوهني پياوړتيا او يو شمير نورو اړينو اړتياوو ته زياته پاملرنه وکړي .