جاپان: له افغانستان سره کړې ژمنې به عملي کړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61822
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-24

د جاپان سفیر وايي هېواد یې له افغانستان سره د توکیو په کنفرانس کې د شویو تعهداتو عملي کولو ته ژمن دی. په کابل کې د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې جاپان به له نوي افغان حکومت سره د امنیتي وضعیت د ښه والي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي. ده هیله څرګنده کړې چې د هېواد مرستې به یې په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او یوه پیاوړي افغانستان پر رامنځته کولو ولګول شي. ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي چې د امنیت ټینګښت او له اصلاحات د نوي حکومت مهم لومړیتوبونه دي.