په لعلپورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61825
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-25

وسله والو طالبانو د ننګرهار د سرحدي ولسوالۍ لعلپورې پورې پر يوې پوستې بريد کړى چې په پايله کې يې څلور وسله وال طالبان او يو پوليس وژل شوي دي. د ننګرهار ولايت د مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د اورسک پر يوې پوستې بريد کړى و. سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې څلور وسلوال وژل شوي چې ددوو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او دوه يې له ځانه سره لېږدولي دي. د سرچينې په وينا، په دې بريد کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي. لعلپورې د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ ده چې وسله وال پرې کله ناکله بريدونه کوي. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.