په وردګو کې د حرفوي زده کړو مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61862
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-27

د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې د حرفوي او فني زده کړو مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي چې د ياد مرکز ودانۍ په دوو پوړونو کې د ۸ مياشتو په موده کې جوړه شوې ده. هغه زياته کړه چې پر دې ودانۍ شاوخوا ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې لګښت يې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکړل شوى دى. د دغې ودانۍ دګټې اخيستنې په مراسمو کې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي دکار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو له وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولايت کې يې د حرفوي او فني زدکړو د مرکز لګښت ورکړى دى. نوموړي د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولينو ته لارښوونه وکړه،چې د ودانۍ ساتنې ترڅنګ دې هغو کسانو ته،چې په دغه مرکز کې زدکړې کوي، بشپړ سهولت برابر کړي. د دغه ولايت د کار او ټولنيزو،شهيدانو او معلولينو چارو رييس اسلام حسيني وايي چې ياد مرکز په دغه ولايت کې د حرفوي او فني زده کړو لومړنی مرکز دی چې له دې وروسته به په يوه وخت کې ۲۰۰ تنه په بېلابېلو برخو کې زده کړې وکړي. ده زياته کړه،په دغه مرکز کې به د نجارۍ،خياطۍ،فلز کارۍ، مبايل جوړونې،ترکاڼۍ، موټر جوړونې،نلدوانۍ،کمپوټر زده کړې، قالين اووبدنې، مالدارۍ، باغدارۍ، پردو جوړونې او ګڼ شمېر نورو برخو کې زدکړې ورکول شي.