له قرارداد پلورونکو شرکتونو سره به قانوني چلند وشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61865
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-28

ولسمشر غني وايي له هغو شرکتونو سره به جدي چلند ورکړي چې قراردادونه پلوري. نوموړي د ساختماني شرکتونو له استازو سره په کتنه کې ویلي چې ساختماني سکټور د هېواد لپاره حياتي دى او په افغانستان کې د ساختماني سکټور اساسي ستونزه دا ده چې ودانۍ د معيار له مخې نه دي جوړې شوې. د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي د ساختماني شرکتونو ظرفيت بايد تثبيت شي، چې حکومت له دوی سره د اوږدمهالو همکاريو چوکاټ رامنځته کړي. ولسمشر د افغان شرکتونو له خوا د قراردادونو ترلاسه کولو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان د ساختماني شرکتونو مسوولين بايد وکولاى شي چې له اړوندو مراجعو څخه اصلي او يا د لومړي لاس قراردادونه ترلاسه کړي.