ډانيل فيلډمين چين او پاکستان ته سفر کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61866
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-28

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى ډانيل فيلډمين چين او پاکستان ته سفر کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فيلډمين به د يادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي. سرچينې زياته کړې، چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال به د امريکا ځانګړي استازى د پاکستان د پوځي او ملکي چارواکو ترڅنګ د مدني ټولنې له غړو سره هم وګوري. په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې وروسته د روانې اونۍ په پاى کې به فيلډمين چين ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه به د اسيا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.