فیلډمن له سر تاج عزیز سره د افغانستان په روان حالت خبرې وکړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61880

دخبریدو نیټه : 2014-10-29

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډانيل فيلډمن د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار سرتاج عزيز سره د افغانستان د روان حالت په اړه خبرې کړي دي. دا پاکستان ته د امريکا د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د فیلډمن لومړى سفر دى. د پاکستان د بهرنيو چارو وايي چې فيلډمن له سرتاج عزيز سره د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړې. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان له افغانستان سره د سيمه ييزې همکارۍ، امنيتي، اقتصادي او يو شمېر نورو برخو کې پراخې اړيکي لري او هيله ده، چې د پاکستان ته د افغان ولسشمر اشرف غني احمدزي په راتلونکي سفر کې به دا اړيکي لا پراخې شي.