د کابل پوليسو د پوځي تجهيزاتو او جامو پلورونکو ته وخت ورکړى چې په راتلونکو درېيو ورځو کې خپل مالونه امنيتي ارګانونو ته وسپاري، له هغه پرته به يې هټۍ بندې او مالکان به يې ونيول شي.د کابل د امنيې قوماندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې په دغه ښار کې به ډېر ژر د دې ډول جامو او تجهيزاتو د راټولولو په موخه عمليات پيل شي.پوليسو په داسې حال کې دغه تصميم نيولى چې له دې وړاندې يو شمېر جنايت کوونکو څو ځلې له پوځي جامو په ګټې اخيستنې په ډېرو ناوړو جنايتونو او جرمونو لاس پورې کړى دى.