په کندهار او ميدان وردګو ولايتونو کې په ځينو امنيتي پېښو کې تر شلو ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې درې وسله وال مخالفين د خپل ماين چاودنې وژلي، بلخوا په همدې ولسوالۍ کې د ماين يوې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.د
دغه راز د همدې ولسوالۍ په رېګ سيمه کې د ماين چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د يو بل خبر له مخې، پوليسو د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د کوتل مورچې په ساحه کې د سعد محمد په نوم د وسله والو يو قوماندان نيولى دى.
همدارنګه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.